د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یوه پرمختیايي پروګرام له لارې میوند او نېش ولسوالیو کې ۷ باب د انګورو ټرایلس ډوله بڼونه یا باغونه جوړ او اړمنو بزګرانو ته وسپارل.
ځايي مسوولان وايي، د دغو باغونو له جوړولو څخه موخه د حاصلاتو زیاتوالی، د ناروغیو مخنیوی او د عصري کرنیزو میتودونو پلي کول دي.
یاده پروژه د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (R.O.P) په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څارنې لاندې عملي شوې.
د مسوولانو په وینا، د ټرایلس سیستم د انګورو باغونه د دودیزو باغونو په پرتله د هوا ښه جریان، د لمر مناسب لاسرسی او د ناروغیو د کمېدو زمینه برابروي چې په پایله کې یې د حاصلاتو کیفیت او کمیت دواړه لوړېږي.
په دې پروژه کې هر بڼ پر یوه جریب ځمکه جوړ شوی او تر څنګ یې بزګرانو ته لازم وسایل، تخنیکي لارښوونې او عملي روزنه هم ورکړل شوې، څو وکولی شي باغونه په معیاري او دوامدار ډول مدیریت کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د کرنې ریاست وایي، دا ډول پروژې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د کرنیز تولید د لوړولو لپاره مهم ارزښت لري.
که څه هم د یادو باغونو لګښت نه دی ښودل شوی، خو د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي:
«له دغو ۷ بڼونو څخه څلور په میوند ولسوالۍ او درې په نېش ولسوالۍ کې جوړ شوي چې د هر بڼ لپاره یو جریب ځمکه کارول شوې. موږ هڅه کړې چې بڼوالو ته یوازې باغونه نه، بلکې لازم تخنیکي ملاتړ او معیاري لارښوونې هم برابرې کړو.»
بل لور ته، بڼوال هم د دې پروژې مثبتې پایلې یادوي.
د میوند ولسوالۍ بڼوال شیر احمد او د نېش ولسوالۍ بڼوال محمد اسلام وایي:
«د ټرایلس سیستم له امله زموږ د انګورو باغونه له ناروغیو خوندي پاتې کېږي او حاصلات مو د پخوا په پرتله ډېریږي.»
«د کرنې ریاست او د سولې بنسټ مؤسسې همکاري زموږ لپاره ډېره ګټوره وه او دا سیستم د بڼوالۍ چارې اسانوي.»
د یادونې ده چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وروستیو کلونو کې د بزګرانو او بڼوالو د علمي کچې لوړولو، د عصري کرنیزو میتودونو دودولو، د نوو ورایټیو معرفي کولو او د معیاري باغونو جوړولو له لارې هڅه کوي، څو د کندهار د کرنې سکتور په تدریجي ډول عصري او میکانیزه کړي.