Asset 1SWN

لوګر کې په ۷۲ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبو اووه شبکې جوړې شوې

32d105c0-22b4-4caa-942e-ebb55eb33a5c

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو اووه شبکې جوړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د اوبو دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوری په تېر یوه کال کې جوړې شوې او د اوو نورو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د تېرکال په ترڅ کې د شاوخوا ۷۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړې او ګتې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

نایب‌خېل زیاته کړه، د دغه شبکو له پرانیستې وروسته په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۲زره کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د (UNICEF) له لوري په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۷ شبکو د جوړېدو رسمي چارې پيل شوې.

د ده په وینا، یادې شبکې به د ۲۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د روان کال تر پایه پورې بشپړې او نږدې ۳ زره کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي مدثر سلام وطندار راډيو ته وویل، خوښ ده چې په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د (UNICEF) له لوري د څښاک پاکو اوبو ۷ شبکې پرانېستل شوې او د ۷ نورو د جوړیدو چارې پيل شوې.

نوموړي همدارنګه له کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست څخه وغوښتل چې د لوګر ولایت لرو پرتو ولسوالیو ازرې، خروار او څرخ کې هم ورته د اوبو رسولو شبکې جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې هم د (UNICEF) له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ورته د څښاک پاکو اوبو رسولو شبکې جوړې او ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام