Asset 1SWN

امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (چهارشنبه، سپټمبر ۱۷) د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ غونډه کوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان وضعیت په اړه خپل وروستی درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

هېواد کې د مېرمن اوتونباوا ماموریت روانه سپټمبر میاشت کې پایته رسیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د راپورونو پر بنسټ په پام کې ده چې د امنیت شورا د سبا ورځې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر ترک او د مدني ټولنې یو استازی هم خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د دې غونډې د موضوع او اجندا په اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام