د راپورونو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت او هغو پر ضد چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره ګواښ جوړوي، د بندیزونو د څار ډلې ماموریت یو بل کال هم وغځاوه.
دغه پرېکړه تېره شپه د امنیت شورا غونډه کې د یوه پرېکړهلیک په تصویب او د ۱۵ موافقو رایو په اتفاق سره تایید شوه.
د دې پرېکړهلیک مسوده د امریکا له خوا چمتو او امنیت شورا ته وړاندې شوې وه.
خو د امنیت شورا غونډه کې د روسیې استازي له اسلامي امارت سره پر تعامل ټينګار وکړ.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښوولی.