د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت په کُرمه ولسوالي کې د فرقهییزو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۰ اوښتی دی.
ځایی چارواکو وايي، د تېرې اونۍ په وروستیو کې د لنډمهاله اوربند سره سره لاهم نښتې کېږي. چارواکي لاهم هڅه کوي، څو دې نښتو ته د حل لاره ولټوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کرمه ولسوالي افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نږدې موقعیت لري چې له لسیزو راهیسې د فرقهییزې تاوتریخوالي شاهده ده. دې سیمه کې تېره میاشت د بریدونو نوې څپې پیل شوې چې د سُنیانو او شیعهګانو ترمنځ جګړو کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
یوه چارواکي واجدحسین رویټرز ته ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال له دواړو لوریو ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.
هغه وویل: «د ولسوالي ادارې او نورو اړوندو چارواکو د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې د پای ته رسول لپاره هڅې پیل کړي دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.»
د پاکستان د حکومت د یوه پلاوي په منځګړیتوب د تېرې یکشنبې پر ورځ د سیالو ډلو ترمنځ د اوو ورځو اوربند وشو.
کرمه ولسوالي کې وسلهوالې شیعه او سُني مسلمانان له لسیزو راهیسې د ځمکې او نورو موضوعاتو له امله په قومي او فرقه ییزو شخړو کې ښکېل دي.