د پسرلي په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګلانو او بوټو بازار بیا تازه رنګ اخیستی دی. هغه ځوانان چې له کلونو راهیسې یا د نوې لارې په توګه دې برخې ته راګرځېدلي، وايي چې په دې موسم کې یې کاروبار ښه شوی او عایدات یې زیات شوي دي.
ډېری دغه ځوانان د کاري فرصتونو د نشتوالي او خپلې مینې له امله د ګلانو کر او روزنې ته مخه کړې ده.
۲۸کلن سیر ندیم چې د لوګر اوسېدونکی دی، وايي، دوه کاله وړاندې یې د ګلانو روزنه پیل کړه. د ده په خبره، په لومړیو کې یې یوازې څو ګلدانونه درلودل، خو وروسته یې دا کار پراخ کړ: «ما په کور کې له څو ګلدانونو پیل وکړ، وروسته مې په خپل کلي کې یوه کوچنۍ شنهخونه جوړه کړه. تراوسه مې نږدې څلور زره د ګلانو بوټي روزلي دي. دا مهارت مې له یوټیوب ویډیوګانو او د تجربه لرونکو کسانو له مشورو زدهکړی او له دې کار سره ډېره مینه لرم.»
په ورته وخت کې، فیصل چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دې کار ته مخه کړې ده. هغه زیاتوي چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ لومړني لګښتونه پوره کوي: «د کار د نشتوالي له امله مې دا کار پیل کړ. له شنه چاپېریال سره مینه هم لرم. اوس له دې لارې هره میاشت شاوخوا شپږ تر اووه زره افغانۍ عاید لرم، چې د کورنۍ یو څه اړتیاوې پرې پوره کېږي.»
بلخوا ۲۷کلن ولید وایي چې د ګلانو روزنه ورته له کورنۍ پاتې میراث دی. د ده په وینا، له کم عمره یې دا کار پیل کړی او اوس یې پراخ کړی دی: «له څوارلس یا پنځلس کلنۍ مې دا کار پیل کړ. په لومړیو کې مو په کور کې کوچنۍ شنهخونه درلوده، خو وروسته مو یوه لویه شنهخونه جوړه کړه او اوس پکې بېلابېل ګلان روزو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدمحمد سلیمانخېل بیا ټینګار کوي چې د ګل او بوټو روزنه نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې د چاپېریال، ټولنې او کلتور لپاره هم مهمه ده.
د هغه په باور، د دې برخې د پراختیا لپاره باید له نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو میتودونو څخه ګټه واخیستل شي: «افغانستان کې د ګلانو او بوټو روزنه خورا مهمه ده. که موږ وغواړو دا سکتور وده وکړي، نو اړتیا ده چې له نوې ټکنالوژۍ کار واخلو، څو په کمو لګښتونو ښه حاصلات ترلاسه کړو، په ځانګړي ډول هغه ډولونه چې د وچکالۍ او اوبو کمښت ته مقاومت لري.»
د ګلانو کر او روزنه نه یوازې چاپېریال ته ښکلا وربښي، بلکې ځوانانو ته د کار او عاید فرصت هم برابروي. دا هڅې ښيي چې که څه هم اقتصادي ستونزې شته، خو د ځوانانو لیوالتیا او نوښت کولی شي د ژوند بڼه بدله کړي او ټولنې ته هیله، خوځښت او شینوالی ور وبښي.