Asset 1SWN

سلام وطندار

سعودي: اشغالګر نه‌پوهېږي چې فلسطینیانو ته فلسطین څه دی

154314

سعودي عربستان د اسراییلو د لومړي وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړي چې ویلي یې و، فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو له ۱۴‌کانال رسنۍ سره مرکه ویلي چې سعودي عربستان ډېره شاړه ځمکه لري او هلته دې د هېواد په توګه فلسطین جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سعودي عربستان نن یکشنبه، فبرورۍ نهمه په یوې خبرپاڼه یو ځل بیا د فلسطینیانو بیامېشتېدنې په اړه د اسراییلو لومړي وزیر څرګندونې رد کړي دي.

مصر او اردن د نتن‌یاهو څرګندونې غندلي او قاهرې هغه د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه بللې.

د سعودي بهرنیوچارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي: «د اشغالګرو دا افراطي ذهنیت چې نه‌پوهېږي، فلسطین د ورونو فلسطینیانو لپاره څه دی او دې خاورې سره د دوی وجداني، تاریخي او قانوني تړاو څه دی؟»

د غزې اوسېدونکو د بیامېشتېدنې په اړه بحثونه وروسته له هغه پیل شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ وویل، دغه هېواد غواړي پر غزې ولکه ټينګه او اوسېدونکي یې، نورو سیمو کې مېشت کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د عربي هېوادونو ترڅنګ یوشمېر نورو هېوادونو هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام