د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې د هېواد په ختیځو سیمو کې یې د بېپیلوټه الوتکو درې جلا څپې شنډې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په وروستۍ څپه کې ۱۲ ډرونونه لهمنځه وړل شوي دي. تر دې مخکې په بله څپه کې شپږ بېپیلوټه الوتکې ویشتل شوي او نسکورې شوې دي. همدارنګه له دې پېښې مخکې پنځه نور ډرونونه هم شنډ کړل شوي وو.
د دفاع وزارت وايي چې د هوايي دفاع سیستمونو دا ټولې الوتکې مخکې له دې چې خپلو هدفونو ته ورسېږي، کشف او له منځه یووړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې وزارت د سهار په لومړیو ساعتونو کې هم اعلان کړی و چې د هېواد د هوايي دفاع ځواکونو ۳۷ بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
تر اوسه پورې د دغو بریدونو د سرچینې او احتمالي زیانونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.