Asset 1SWN

سلام وطندار

سمنګاني: د عصري او دیني علومو ترمنځ په لوی لاس واټن رامنځته شوی

ققققققققققققققققققققققق

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام‌الله سمنګاني وايي چې اسلام کې د دیني او عصري علوم ترمنځ توپیر نشته او د دواړو ترمنځ په لوی لاس واټن رامنځته شوی دی.

سمنګاني دغه څرګندونې پرون یکشنبه د تلې دویمه کندهار کې د ځوانانو په ستاین‌غونډه کې کړې دي. سمنګاني زیاته کړې چې اسلام دواړو علومو ته ارزښت ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز دې غونډه کې ویلي چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله افغانستان له نړۍ شاته پاتې شوی او په وینا یې، اړتیا ده چې د هېواد پرمختګ لپاره هڅې کړندۍ شي.

هغه وویل: «اوس موږ او تاسو ته الله دا فرصت راکړی چي خپل هېواد ته پرمختګ ورکړو، نورې نړۍ پر ځمکه ډېر پرمختګ وکړ او اوس په اسمانونو کې پر کار بوخت دي، نو موږ ته په‌کار دی چي بنیادي کارونه وکړو او په سرعت سره يې وکړو.»

په ورته مهال په دې ستاین‌غونډه کې د کندهار پوهنتون رییس اکرام‌شاه عاصم بیا زده‌کړیالانو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د غوره زده‌کړو زمینه برابروي.

د نوموړي په وینا، د ا.ا مشر ترې غوښتنه کړې، څو هغه زده‌کړیالان چې لومړي مقام کې دي، د دندو لپاره یې نوموړي ته ورمعرفي کړي.

هغه وویل:«اميرالمومنين موږ وروغوښتلو او راته يې وويل چي ممتازو او اول نمره زده‌کړیالان تر ټولو مخکې راته معرفي کړئ چي پر کار يې ودروو او وروسته هغه نور راته معرفي کړئ.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري دغه غونډه داسې مهال جوړېړي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د یاد ریاست له‌خوا د ځوانانو ستاین‌غونډې جوړې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام