Asset 1SWN

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پرمخ پرانېستل شوه

سالنګ ۱

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویې لاره کې یې، د باروړونکو موټرو لپاره یې، اسانتیاوې برابرې کړي او کولای شي، پر دې لارې تګ‌راتګ وکړي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، غبرګولي ۲۷مه، ویلي چې دغه پرېکړه یې، د سوداګرو او هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو په موخه کړې ده.

د سالنګ لویه لاره د روانې غبرګولې میاشتې پر ۲۰مه نېټه د باروړونکو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې وه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وايي چې مسافر وړونکي موټر هم د شپې او ورځې پر  ټاکل شوې لارې تګ‌راتګ کولای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د ټولګټو وزارت د بامیان-دوشي سړک «دره‌شکاري» د جوړېدو چارې پیل کړي او هڅه کوي چې دا لاره هم د نقلیه وسایلو لپاره برابره کړي.

سالنګ د هېواد له مهمو نښلونکو لارو شمېرل کېږي چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

دغه لاره له سوداګریزو توکو لېږد لپاره خورا ارزښتمنه ګڼل کېږي چې له کابل او سوېلي ولایتونو شمال او له هغه نورو هېوادونو او همداراز له شمالي ولایتونو توکي کابل ته لېږدول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام