د اوکراین چارواکي وايي چې د یاد هېواد د دونېڅک اړوند په «پوکروفسک» ښار کې د روسي ځواکونو له لوري په توغندیزو بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کې پنځه ملکیان، دوه د ژغورنې ډلې کارکوونکي او یو سرتېری شامل دي. برید کې ۳۱ کسان ټپیان شوي هم دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
اوکراین کې چارواکو زیاته کړه چې په لومړي توغندیز برید کې څلور کسان وژل شوي وو او ژغورونکې ډلې د ژغورنې پر عملیاتو بوخت وو چې د دویم توغندیز برید لاندې راغلل.
د الجزیرې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټپیانو کې د اوکراین امنیتي خدماتو لس کارکوونکي هم شامل دي چې د برید له کبله یو هوټل، د ملکیانو د هستوګنې کورونه او نورې ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر د یاد برید په غبرګون کې په یوې انلاین وینا کې پر روسیې تور ولګاوه چې دغه هېواد غواړي د اوکراین ختیځ کې له «سوځېدلو او تورو ډبرو پرته بل څه پرېنهږدي.»
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو استازي راټول شوي، څو اوکراین کې د جګړې لپاره سولهییزه حل لاره ولټوي.