Asset 1SWN

د روسیې پراخ برید؛ امریکا کېیف کې خپل سفارت تړلی

us_embassy_kyiv_190522

کېیف کې د امریکا سفارت وايي چې پر اوکراین د روسیې پراخو هوايي بریدونو معلومات یې، ترلاسه کړي او دوی اړ شوي چې خپل سفارت په لنډمهاله توګه وتړي.

دغه سفارت ویلي: «د سفارت کارمندانو ته لارښوونه کېږي چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي. د متحده ایالاتو سفارت سپارښتنه کوي چې د متحده ایالاتو اتباع باید د هوايي خبرتیا اعلانېدو په صورت کې په سمدستي توګه پناه واخلي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریکا په کېیف کې خپل سفارت یوه ورځ وروسته له هغې تړي چې دغه هېواد اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د کارولو اجازه ورکړه.

اوکراین د امریکا په لرې واټن وېشتونکو توغندي د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد له پولې ۱۲۰ کیلومتره لرې، بریانسک کې یو ښارګوټی په نښه کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیې لا له وړاندې د لوېدیځ له لوري اوکراین ته د یادو توغندیو د کارونې له امله خبرداری ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام