Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: روسي پلاوي له ممنوعه ډلو د ا.ا د نوم اېستلو ډاډ ورکړی

ARG-ارګ

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې کابل ته د روسیې امنیت شورا د عمومي سرمنشي سرګي شویګو په مشري راغلي پلاوي سره د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ د ا.ا نوم پر لرې کولو خبرې شوي دي.

دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، روسي پلاوي ډاډ ورکړی چې د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم اېستلو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی دی.

هغه د دې په ټینګار سره چې د روسیې دغه پرېکړه کولای شي د کابل او مسکو ترمنځ اړېکې نوي پړاو ته ورسوي، زیاتوي:  «پلاوی چې راغلی و، وویل چې دا مورد وروستي پړاو کې دی، نږدې به بشپړ شي او له هغه وروسته به روسیه موږ سره د ډيپلوماټیکو اړیکو نوی فاز پرانیزي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه دی.»

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د سه‌شنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي، تراوسه د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د اېستلو په اړه کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

خو ورته وخت کې بیا د روسیې د پارلمان ځینو استازو په دې اړه د دغه هېواد پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې.

په دغه لایحه کې چې د روسیې د پارلمان د لږ تر لږه ۱۲ غړو له‌خوا چمتو شوې وړاندیز شوی چې د اسلامي امارت نوم په موقت ډول د روسیې له تور لېست څخه وایستل شي.

په همدې حال کې د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، په تېرو درېیو کلونو کې سرپرست حکومت د خپلې ډیپلوماسۍ له لارې توانېدلي چې د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم د اېستلو په اړه د هغه هېواد ‌ډاډ ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمي افغانیار پوپل وویل: «د افغانستان سرپرست حکومت هم درېوو کلونو کې اقتصاد محور سیاست، د نورو هېوادونو امنیت کې د عدم مداخلې بحث مطرحه کړی چې د روسیې قناعت یې، ترلاسه کړی.»

له دې سره د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان بیا وایي، په نړیوالو سیالیو کې د اسلامي امارت په څېر نویو متحدینو ته د روسیې اړتیا هغه هېواد دې ته اړ کړی چې دغه ډول پرېکړه وکړي.

نوموړي وویل: «روسیه د امنیتي ستونزو او نړیوالو سیالانو سره د رقابتونو له امله د دې هڅه کې ده چې ځان ته ملاتړي پیدا کړي، ځکه روسیه له درېوو خواوو زیان سره مخ ده، یو د افغانستان له لارې چې روسیه تل ترې ګواښ شوې او ترڅنګ یې، د ټرمپ خبرې چې د بګرام هډې په تړاو یې، لرلې، دا لامل شوي چې روسیه افغانستان ته لېواله کړي.»

روسیي چارواکي له څو میاشتو راهیسې وایي چې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم پر ایستلو کار کوي؛ خو تراوسه یې دغه پرېکړه نه ده عملي کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې قزاقستان او قرغیزستان هغه دوه هېوادونه دي چې د اسلامي امارت نوم یې له خپل تور لېست څخه ایستلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام