Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ د درېوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي

۲۲۲۲۲

اوکراین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد پر خارکیف د روسي ځواکونو د بریدونو پر مهال د درېوو ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

برید کې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ د هستوګنې یو‌شمېر کورونه هم ویجاړ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خارکیف والي اولېح سینهوبوف ویلي چې برید جمعه «فبرورۍ نهمه» شوی او ملکیان په‌کې په نښه شوې دي.

 د نوموړي په وینا، د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په لویه کچه اورلګېدنه رامنځته شوې او د هستوګنې ۱۵ کورونو ترڅنګ یې نورې زیربناوې هم له‌منځه وړې دي.

روسیې د یاد برید په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې په وار وار په ډاګه کړې چې جګړه کې ملکیان نه په نښه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له ۲۰۲۲ کال راهیسې هغه مهال چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، خارکیف په پرله‌پسې توګه د روسي ځواکونو تر برید لاندې و او دې وروستیو اوونیو کې دغه سیمه کې بریدونه زیات شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام