Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ ۱۴ کسان ټپیان دي

2023-01-15T092916Z_357959740_RC2XQY9OUGAV_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-DNIPRO-STRIKE

د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې بېګاه شپه د یاد هېواد پر کېیف او نورو سیمو پراخ بریدونه کړي چې له کبله یې، ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.

د کېیف ښاروال ویټالي کلیچکو نن جمعه، جولای څلورمه، پر خپل ټېلېګرام لیکلي چې د روسیې په بریدونو کې دولس ټپیان روغتون کې بستر شوي.

د کلیچکو په وینا، د بریدونو له امله د اوسپنې پټلۍ بنسټونو ته زیان اوښتی او ګڼ‌شمېر موټرسوځېدلې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر اوکراین د روسیې هوايي بریدونه د وروستیو اوونیو پرمهال پراخ شوي دي.

دا په داسې مهال دی چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا هڅو تراوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې.

بل‌خوا امریکا اوکراین ته د یوشمېر وسلو لېږد هم درولی، هغه څه چې د اوکرایني چارواکو په وینا، د روسیې هوايي او ځمکنیو بریدونو پر وړاندې  د کېیف دفاع کمزورولی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام