Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي

UkraineWar_002

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د روسیې د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې چې د دنیپرو ښار په شاوخوا کې د کان‌کېندونکو کارګرو پر یوه بس موټر شوی، لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

برید هغه مهال شوی چې څو ساعته وړاندې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د راتلونکې دورې د خبرو مهالویش اعلان شوی و.

د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي دغه برید «یو ویرونکی جنایت» بللی او ویلي یې دي چې د روسیې دوامدار بریدونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسوولیت پر مسکو وراچوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوکراین تر ټولو ستر خصوصي انرژۍ شرکت «ډي‌ټي‌اې‌کې» ویلي، یاد بس د همدې شرکت و او روسیه یې د دنیپروپتروفسک په کانونو کې پر پراخو او «ترهګریزو بریدونو» تورنه کړې ده.

زېلېنسکي تر برید څو ساعته مخکې ویلي و چې د سولې خبرې به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو شي.

په همدې حال کې، د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» راپور ورکړی چې روسي ځواکونو د خارکیف او دونتسک په ځینو سیمو کې کنټرول ترلاسه کړی او د اوکراین د پوځ د ترانسپورتي زیربناوو هدف ګرځولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام