
پر اوکراین د روسیې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د روسیې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې چې د دنیپرو ښار په شاوخوا کې د کانکېندونکو کارګرو پر یوه بس موټر شوی، لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې اعلان کړی چې د روسیې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې چې د دنیپرو ښار په شاوخوا کې د کانکېندونکو کارګرو پر یوه بس موټر شوی، لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

بوټونه یې، له دې ژر زړېږي، هر سهار وړاندې له دې چې ښار بیدار شي، دا له کوره وځي، څو د ژوند څرخ په یوازې ځان وچرخوي.
۴۳کلنه نسرین حکیمي د کابل اوسېدونکې ده چې د خپلو اولادونو د اړتیاوو برابرولو لپاره پاککاري کوي. دا وايي، که څه هم د ژوند درون بار یوازې پر اوږو وړي، خو باور لري چې له ې وضعیت د وتلو لپاره یې، زدهکړې د اولادونو وروستی سنګر دی.

سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۵ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۱۴ یې مېرمنې او یوولس یې نارینه دي. دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې پر غیردولتي بنسټونه کې دنده کوي. ټول مرکه شوي په قراردادي توګه کار کوي او هېڅ یو یې اوسنۍ دنده خوندي نهګڼي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه، سلواغې ۱۳مه د سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه لري.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت دوه بجې د هند د بنګلور د «بيسيسيای سنټرل اوف ایکسېلنس ګرونډ۱» لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د یاد هېواد د بلوچستان په ناامنه ایالت کې یې لږترلږه ۱۴۵وسلهوال وژلي دي.
دا عملیات له هغې وروسته پیل شوي چې په دغه ایالت کې پرلهپسې همغږي وسلوال او بمي بریدونه وشول چې له امله یې، نږدې ۵۰ کسانو پهکې ژوند له لاسه ورکړ.

د ایران مذهبي مشر خبرداری ورکړی، که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، دا به په ټوله سیمه کې جګړه راوپاروي.
د ایران مشر ایتالله علي خامنهیي هم د دولتي رسنیو له لارې ویلي، که څه هم ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې سیمې ته یې جنګي بېړۍ لېږلي، خو په وینا یې، «ایرانی ملت به له دې ګواښونو ونه وېرېږي او دا ډول خبرې به د خلکو پر اراده اغېز ونهکړي.»