Asset 1SWN

پر خرسون د روسیې برید؛ شپږ کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

ukraine-war-russia-offensive-1

اوکرایني چارواکي وايي چې د دغه هېواد سوېل کې پر خرسون ښار د روسیې د بریدونو له امله شپږ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، شپږ نور کسان هم په یوه تم‌ځای کې د برید له کبله ټپیان شوې دي. بریدونه نن سه‌شنبه، اکتوبر لومړۍ شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکو زیاته کړې چې یو برید داسې مهال پر یوه بازار شوی چې د سیمې اوسېدونکي د توکو د پېر په حال کې وو.

روسیې روانه جګړه کې پر ملکي ځایونو او د ملکیانو پر نښه کولو رد کړي، خو وخت ناوخت هغه سیمې او ځایونه په نښه شوي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې دي.

بل‌خوا د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له خپلو پوځي چارواکو سره د جګړو لومړیو کرښو وضعیت ارزونې په موخه غونډه کړې او په وینا یې، لومړیو کرښو کې وضعیت ترینګلی دی.

زېلېنسکي دې غونډه کې په ډاګه کړې چې اوکراین باید راتلونکو ورځو کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پرېکنده او چټک ګامونه واخلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیې بیا ادعا کړې چې په ختیځ کې یې، د نلیپیوکا کلی نیولی دی. اوکرایني چارواکو د یاد کلي د نیولو په اړه څه نه‌‌دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې روسیې دې سیمه کې بریدونه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام