Asset 1SWN

سلام وطندار

روسيې له اوکرايني ځواکونو دوه کلي نيولي

AP24290698028756-1729435861

د روسيې دفاع وزارت مسوولان وایي چې په دونيڅک کې يې له اوکرايني ځواکونو دوه کلي نيولي دي.

د روسیې دفاع وزارت په وينا، په ختیځ دونیڅک سیمه کې د سریبرینکا او مایکولایوکا کلي د دوی تر ولکې لاندې راغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوکرایین پوځ د دواړو کلیو د سقوط خبره نه‌ تاييدوي، خو وايي، د لومړۍ کرښې دواړه سیمې د سختې جګړې له امله کلابندې دي.

د اوکراین پوځ ادعا کوي چې د دوی ځواکونو د سربیانکا په شاوخوا کې د روسیې ۱۲ بریدونه شنډ کړي دي. اوکراین همداراز وايي، د پوکروفسک ښار ته څېرمه چې د روسي ځواکونو لپاره مهم ښار دی، سخته جګړه روانه ده.

بل‌خوا امريکا وايي چې د روسيې نږدې ملګري شمالي‌کوریا دغه هېواد ته خپل ۳۰۰۰ سرتېري لېږلي دي.

د ياد هېواد دفاع وزير لوېډ استن ويلي، که دغه سرتېري د روسيې په ملاتړ د اوکراین پر ضد جګړې کې برخه واخلي، شمالي کوریا ته به ګرانه تمامه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم خبريالانو ته ويلي، که دغه سرتېري جګړه کې برخه اخلي، په نښه به شي.

د نوموړي په وینا، اوکراین به د يادو سرتېرو پر وړاندې هغسې له ځانه دفاع وکړي، لکه څنګه يې چې د روسي ځواکونو پر وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام