Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ټولنیزو رسنیو د رونالډو د څارونکو شمېر یو میلیارډ ته ورسېد

GXTmKNXXEAAnZJu

پر ټولنیزو رسنیو د پرتګال فوټبال ملي لوبډلې وتلي ستوري «کرېسټیانو رونالډو» د څارونکو شمېر یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.

رونالډو چې دا مهال د سعودي عربستان په النصر فوټبال کلب کې لوبېږي، پر خپل انسټاګرام لیکلي چې د څارونکو شمېر یې، یو میلیارډ کسانو ته رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه لیکلي: «موږ تاریخ جوړ کړ، یو میلیارډ څارونکي؛ دا له یوه عدد ورهاخواه ډېر څه دي. دا فوټبال لوبې سره زموږ لېوالتیا، انګېزه او د ګډې مینې ښکارندوینه کوي.»

رونالډو دامهال پر انسټاګرام څه باندې ۶۰۰ میلیونه څارونکي، پر اېکس څه باندې ۱۰۰ میلیونه څارونکي، پر فېسبوک ۱۷۰ میلیونه او پر یوټیوب چینل هم ۶۰ میلیونه سبسکرایپر لري.

بل‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د رونالډو د پلنوانو له‌خوا داسې خبرونه لاس په لاس کېږي چې پرتګال د نوموړي په نوم او انځور د «۷ یورو سکه» بازار ته وړاندې کړې.

https://x.com/Cristiano/status/1834345123695538499

دغه سکه د رونالډو د ویاړونو او لاسته‌راوړنو په ویاړ یاده شوې، خو تراوسه د پرتګال رسمي سرچینو او چارواکو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال نړیوالو رسنیو هم په دې اړه تراوسه څه نه‌دي‌، خپاره کړي او د ټولنیزو رسنیو یوشمېر کارونکو بیا د سکې خپرو شویو انځورونو سره لیکلي چې دغه سکه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام