د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، پرون شپه يوه ډله وسلهوال غله د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ ته ننوتلي، يو څوکيدار يې وژلی او بل يې ټپي کړی دی.
د ګردېز ښار د صرافي زاړه مارکيټ دواړه څوکیداران ورونه دي.
د امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ رسنيو ته ويلي چې امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړي، څو د پېښې عاملان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅار
منيب ځدراڼ دغه راز وويل چې تر اوسه د صرافانو له دوکانونو د غلا شويو پيسو په تړاو معلومات ندي تر لاسه شوي.
ګردېز کې د صرافانو اتحاديې مشر سيدرمضان رسنيو ته وويل چې پرون شپه وسلهوال غله ګردېز ښار کې د خالد په نوم د صرافانو زاړه مارکېټ ته ورغلي، يو څوکيدار يې وژلی او بل يې ټپي کړی او وروسته يې درې دوکانونه لوټ کړي دي.
د نوموړي په وینا تر اوسه روښانه نه ده چې له لوټل شويو دوکانونو څخه څومره اندازه پيسې وړل شوې دي.
هغه وويل: «بېګاه شپه د خالد په نوم د صرافي مارکيټ کې حادثه شوې ده. په دې کې يو څوکيدار شهيد شوی او يو زخمي دی. صرافي په ننه کې درې دوکانونه وهل شوي دي؛ قولفونه يې مات شوي او پيسې ورنه وړل شوې.»
د وژل شوي څوکيدار د کورنۍ غړي هم وايي چې پرون شپه شاوخوا ۹ بجې وسلهوال غله د صرافانو مارکېټ ته ورغلي، د صفيالله په نوم څوکيدار يې وژلی او د هغه بل ورور يې ټپي کړی دی.
دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د يادې پېښې عاملين دې ونيسي او سزا دې ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان ډاډ څرګند کړ چې د يادې پېښې عاملان به نيسي او په راتلونکي کې به د ورته پېښو مخنيوي لپاره چمتووالی ولري.