کندهار ښار کې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت له امارت څلورلارې تر نساجي پله د ۸ کیلومتره په اوږدوالي او د ۸۰ مترو په پلنوالي د سړک اساسي جوړولو چارې پیل شوې.
د کندهار ولایت مقام یوه خبرپاڼه کې ویلي، دامهال د دې پروژې د لومړي فاز چارې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوي او ۸ میاشتو کې به بشپړې شي.
ټاکل شوې چې د دې پروژې د دویم فاز چارې راتلونکي کال کې پیل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغې پروژې تطبیق به د ښاري ټرانسپورټ او نظم په برخه کې بنسټيز بدلون راولي.
همدارنګه دغه پروژه کې به هره ورځ نږدې ۲۰۰ فني او غيرفني کاريګر په کار بوخت وي چې دا به د ښاري پراختيا ترڅنګ د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ولس د اقتصادي ملاتړ سبب وګرځي.
ياده پروژه به د کندهار ښار د بنسټيزې زيربنا پياوړتيا، د ترانسپورتي ستونزو د کمښت او د ښاري ژوند د اسانتياوو د ښه کېدو لپاره يو مهم او ارزښتناک ګام وي.