د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي چې پر دایمي اوربند هوکړې ته ورسېږي.
بنت نن چهارشنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان او اسلامي امارت باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي.
هغه همداراز کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتیايي مرکز د پاکستان برید په اړه د چټکو، خپلواکو او شفافه څېړنو غوښتنه کړې.
د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ نښتې د تېر کال د حوت له درېیمې نېټې وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستان پر ننګرهار او پکتیکا بریدونه وکړل.
دواړو لورو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت او د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه یې، یو پر بل بریدونه درولي دي.