Asset 1SWN

ریال ماډریډ او منچسټرسیټي نن شپه لوبه لري

17126961402221

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ کې د اسپانیا ریال ماډریډ لوبډله د انګلستان له منچسټرسیټي لوبډلې سره نن شپه لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د منچسټرسیټي په کورني لوبغالي «اتحاد» کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ریال ماډریډ د اروپا اتلانو لیګ په جدول کې یوولسم او من‌سیټي بیا ۲۲م ځای لري. د دغه لیګ په سر کې لېورپول لومړی او بارسلونا دویم ځای کې دي.

ریال له کړیو ۸ سیالیو څخه ۵ ګټلي او درې بایللې دي.

منچسټرسیټي بیا له اتو سیالیو درې ګټلي، درې بایللې او دوه یې، مساوي پای ته رسېدلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دواړه لوبډلې دې وړاندې تېرکال د یاد لیګ په کوارټرفاینل کې هم سره مخ شوې وې چې ریال لوبډلې د پنالټۍ په شټونو کې سیټي ته ماته ورکړې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام