Asset 1SWN

سلام وطندار

غچ‌اخیستونکي بریدونه؛ دفاع وزارت: د شریرو عناصرو پټن‌ځایونه مو په نښه کړي

Militant_Getty

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو د ډیورنډ فرضې کرښې ها‌خوا پاکستان کې په څو سیمو کې غچ‌اخستونکې بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي، ځواکونو د افغانستان سوېل‌ختیځ ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې کې د «شریر عناصرو او د هغوی د ملاتړو» په څو مرکزونو او پټن‌ځایونو چې په افغانستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره ترې کار اخیستل کېده، بریدونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د شریرو عناصرو او ملاتړو کوونکو پټن‌ځایونه چې پر افغانستان یې، بریدونه په‌کې تنظیم او جوړول، د هېواد له سوېل‌‌ختیځه پرې بریدونه شوي دي.»

په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې د پکتيکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني جنکي‌الوتکو تر بمبارد وروسته، نن ماسپښين ۳:۳۰ بجې د خوست او پکتيا ولایتونو کې فرضې کرښې غاړو کې د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې.

په پکتيکا کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي، په دې جګړو کې د پاکستان له لوري د هاوان څو مرمۍ توغول شوي چې د دې ولايت په ډنډ پټان ولسوالي کې درې ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.

د خوست او پکتیا د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی، خو په وینا يې، زیاته مرګ‌ژوبله پاکستاني ځواکونو ته اوښتې.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر کمېدو ټینګار کوي، وايي چې امنیتي اندېښنې باید له ډیپلوماتیکو لارو هوارې شي.

د سیاسي مسایلو شنونکي عزیز ستانکزی وايي: «ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي، هغه لاسونه چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې اچوي، باید سره تفکیک یې وشي.»

یوه بل پوځي شنونکي یوسف امین ځاځي بیا وویل: «د دواړو هېوادونو خلک جکړه نه‌غواړي او د افغانستان او پاکستان خلک باید پرېکړه وکړي او نړۍ دې مرسته وکړي؛ څه چې د دواړو هېوادونو خلک غواړي حکومتونه مکلف دي چې د خلکو غږ واوري او دا د حل لاره ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو چې د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام