Asset 1SWN

د پلازمېنې اوسېدونکي: د کابل سیند پاک‌والي ته دې پام وشي

کابل سیند- دریا

د پلازمېنې کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د هوا په ګرمېدو سره کابل سیند کې اوبه کمې شوي چې ورسره دغه سیند کې د خځلو «کثافاتو» بوی په تنګ کړي دي.

د دوی په وینا، د کابل سیند پر غاړه هستوګنیز کورونه او هټۍ‌‌وال دغه سیند ته خځلې او کثافات ورغورځوي چې د ګرمۍ له امله یې بوی، خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار د شش‌درک سیمې اوسېدونکي جاوید اندېښنه وښوده چې د هوا په ګرمېدو سره به کابل سیند کې د کثافاتو له امله «بوی» نور هم ډېر شي چې د خلکو روغتیا به وګواښي.

هغه وویل: «سیند چې وچېږي او هوا ګرمېږي، له سیند بوی راپورته کېږي او خلک خځلې، پلاسټیک او کثافات سیند ته ورغورځوي او موږ له خلکو غواړو چې کابل ښار پاک‌والي ته پام وکړي.»

صدیق‌الله بیا د کابل سیند ترڅنګ هټۍ‌ لري. هغه وايي، سیند کې د کثافاتو ډېرېدو هغه ناروغه کړی دی. «کابل سیند ته پام نه‌دی شوی او زموږ غوښتنه دا ده چې کابل سیند پاک‌والي ته پام وشي، که چاپېریال ناپاک وي، موږ ناروغه کېږو او سل ډوله ستونزې رامنځته کوي.»

د کابل د درېیم مکرویان اوسېدونکی عبدالواسع له کابل ښاروالي غواړي چې د ښار په کچه کثافات‌داني ډېرې کړي، څو خلک د سیند پر ځای کثافات‌دانیو کې پاتې شوني او کثافات وغورځوي. «له دولت مې غوښتنه دا ده چې د سیند غاړې ته او هر ځای کثافاتو‌داني کېږدي او خلک دې هم همکاري وکړي.»

د کابل ښاروالي مسوولان سیند کې د کثافاتو ډېرېدو له امله د ښاریانو شکایتونه پر ځای بولي او وايي، دا چې خلک کابل سیند کې کثافات ونه‌غورځوي، د څار لپاره یې یو ټیم جوړ کړي.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي وویل، له نورو ادارو سره په همغږۍ به د کابل سیند پاکولو لپاره اقدام وکړي. «له ۶۱۹ نقطو څخه چې فاضلاب راتلې، پرې شوي او د څارنې یوه ډله لرو چې هټۍ‌وال سیند ته خځلې ونه‌غورځوي، خو د رسوب او پاک‌کاري برخه کې به راتلونکو کې نورو ادارو سره په همغږۍ، اقدامات وشي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کابل ښاروالي تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره کابل سیند کې د کثافاتو غورځول له ښاري نظمه سرغړونه بللې وه. کابل ښاروالي خبرداری ورکړی وو چې سرغړونو سره به قانوني چلند وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام