په روزګان کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې له بندیز وروسته د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د افغانیو دودولو سره د یاد ولایت بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې سرپرست حکومت باید نرخونه کنټرول کړي او په وینا یې، یاد ولایت ته دې په کافي اندازه افغاني بانکنوټونه راولېږي.
د روزګان یوه اوسېدونکي نذیر وویل: «افغانیو ته موږ ډېر خوشحاله یو چې د خپل ملک مو دی او دلته په افغانیو سودا وشي وا موږ د مسولینو څخه دا غواړو چې دا شیان پر موږ یو څه ارزانه کړي. افغانۍ پورته کېږي، خو شیان نه ارزانه کېږي، داسې نه کوي چې افغانۍ پورته شي، دوی شیان لږ ارزانه کړي. مګر دوی ورسره پورته کېږي. دوی خپل پر سر باندې نرخونه پورته کوي، موږ د مشرانو څخه دا غواړو چې دا نرخونه کنټرول کړي.»
بل لور ته یوشمېر هټۍوال وايي چې د توکو بیې دوی نه، بلکې د اسعارو د پورته او ښکته کېدو له امله لوړ او ښکته راځي.
د دوی په وینا، د ښاروالي د نرخپاڼو مطابق توکي پلوري او د ځینو توکو نرخونه په لویو بازارنو کې هم لوړ شوي دي. «موږ خو شیان کندهار څخه د خپلو مصارفو سره سم ګټه پرې اچوو، موږ خو په روزګان کی خپل توکی نهلرو او بل ښاروالي موږ ته نرخنامې راکړي دي، د نرخنامو مطابق موږ دلته شی خرڅوو.»
بلخوا د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس اغاولي قریشي وایی، یاد ولایت کې د افغانیو د ترویج وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې، څو هره ورځ ښار کې د توکو بیې کنټرول کړي.
د قریشي په وینا، هغه هټیوال چی له ټاکلو نرخپاڼو سرغړونه کوي، تر نیول کېدو وروسته به ورسره قانوني چلن وشي او آن تر زندانه به ورسېږي.
د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس اغاولي قریشي وویل: «لکه څنګه چې د افغانیو ترویج لپاره یو ځانګړې کمېټه جوړه شوې، همداسې د نرخونو کنټرول لپاره هم کمېټه جوړه شوې. هغه کسان چي د نرخپاڼی څخه سرغړونه وکړي او خودسره توکي لوړوي، هغه به تعقیبیږي. دوکان به یې تړل کېږی او نیول کېږي به، د نرخونو کمېټې له لوري به عدلي اوقضایيي ارګانونو ته معرفي کېږي او زندان ته به اچول کېږي.»
د ځینو نورو ولایتونو ترڅنګ روزګان کې هم له دې وړاندې ورځني راکړه ورکړه پر کلدارو کېده، خو د یاد ولایت د مسوولانو له لوري تر خبرداري وروسته خلک او هټۍوال اوس پر افغانیو راکړه ورکړه کوي.