Asset 1SWN

د پکتیا اوسېدونکي: د «سپينې شګې» تفریحي پارک کې دې اسانتیاوې برابرې شي

۰۰۰۰۰

د پکتیا یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د اريوب‌ځاځي ولسوالي د «سپينې شګې تفريحي» پارک کې سېلانیانو ته اسانتیاوې برابرې شي.

هرکال د بهرنیانو ترڅنګ زرګونه سيلانيان د هوا په ګرمېدو او د لوی اختر په رانږدې‌کېدو سره دې سیمې ته د خلکو ورتګ ډېر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځايي اوسېدونکي وايي، د امکاناتو او اسانتیاوو نه‌شتون له امله د «سپينې شګې» د طبیعي چمن ډېری برخې د موټرو ګرځېدو په دلیل له‌منځه تللي دي. دوی وويل، ياده سيمه کې دې د موټرو لپاره پارکينګ او نورې اړينې اساسي اسانتياوې رامنځته شي.

د اريوب‌ځاځي ولسوالي اوسېدونکي جان اکبر وویل: «لومړی خو دلته مسوول کسان بايد د پارک ساتنه وکړي او بل هرکال دا پارک په قرارداد ورکول کېږي چې چټليو څخه يې هم وساتي او خرابېدو ته يې هم پرې نه‌ږدي. د موټرو لپاره بايد يو ځانګړی ځای وي، کې موټر ټول چمن کې لاړ نه‌شي، ځکه چمن ټول خرابوي، داسې څنګ ته ځای بايد ورته برابر شي.»

په همدې حال کې یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکي انور صديقي هم وویل: «د سپينې شګې پارک ستونزې دا دي چې صحي اوبه، هوټل، مسجد نشته او د موټر پارکينګ لپاره ساحه نه‌ده مشخصه شوې. ټوله ساحه موټرو ټايرونو وهلې ده چې طبيعي ښکلا يې له‌منځه وړې. نورې ستونزې د سړکونو خرابوالی د احمد‌خېلو څخه تر اريوب پورې سړک خام دی او له کوټکي څخه تر سپينې شګې پورې اته کيلومتره سرک خام دی چې بايد په اساسي ډول جوړ شي.»

بل‌خوا ولايتي مسولان ډاډ ورکوي چې اریوب‌ځاځي ولسوالي کې د «سپينې شګې» تفريحي سيمه کې به راتلونکي لوی اختر ته د ورتلونکو خلکو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب اسلام‌يار وايي، د ولايت مقام په هدايت هرکال يوه کمېټه جوړېږ، څو هلته د سيلانيانو لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل: «هرکال په کوچني او لوی اختر کې د ولايت مقام په لارښوونه يو هیت ټاکل کېږي چې اړوند ادارې په‌کې شتون لري چې د ورتلونکو سيلانيانو لپاره هلته په هره برخه کې اسانتياوې برابرې شي او د موټرو دريدو لپاره ځای دی چې څو چمن هم خراب نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اریوب‌ځاځي ولسوالۍ کې د «سپينې شګې» تفريحي چې له مرکز ګردېزه شاوخوا ۸۰ کيلومتره لرې پرته سيمه ده، هرکال ورته د هيواد له بيلابيلو ولايتونو په زرګونه خلک د تفريح او ساعتيري لپاره ورځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام