Asset 1SWN

د کندهار تخته‌پل اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتون له امله نالوستي پاتې یوو

۱۲۱۲۲۲۲۲۲

د کندهار د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې د ښوونځيو نه‌شتون له امله نالوستي پاتې دي.

دوی وویل، د ټولنیزو خدماتو، روغتیا او د څښاک اوبو ترڅنګ، د ښوونې په برخه کې هم جدي ستونزو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغوی په وینا، سیمه کې یې تازه یو ښوونځی فعاله شوی، خو هغه کې هم یوازې تر لومړي ټولګي پورې د زده‌کړو زمینه مساعده ده.

د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکي حاجي محمد وویل: «دلته سواد نشته، ښوونځي نشته، دا دښته ده. موږ ته حکومت پاملرنه نده کړې، خو اوس تازه د ماشومانو لپاره یو مکتب جوړ شوی. موږ ورته نجونې او هلکان رالیږو، لته ټوله بې‌سواد دي،که زموږ ماشومان سواداره نه‌شي، برخلیک به يې زموږ په څېر وي.»

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سیدګل سلام‌وطندار ته وویل: «دلته انسانان بیخي ډېر دی، خو سواد نه‌لري، دلته اوس دا یو کال کېږي چې یو ښوونځی جوړ شوی، نجونې او هلکان ورته راځي، خو یوازي د اول صنف پورې د زده‌کړو زمینه په‌کې برابره ده.»

دوی له مسوولانو غواړي چې د «بیان‌زو» سیمې ښوونیزې برخې ته جدي پام وکړي. د کندهار ځايي مسوولان ډاډ ورکوي چې تازه د تخته‌پُل ولسوالي «بیان‌زو» سیمې ته درې دیني مدرسې او دوه ښوونځي منظور شوي دي.

د دوی په وینا،، د یادو دیني مدرسو او ښوونځیو په فعالیدو سره به، د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو شته، ستونزو ته تر ډېر رسېدنه وشي.

د تخته‌پُل ولسوال عطاالله مختار سلام‌وطندار ته وویل: «د دې ولسوالي یادې سیمې ته درې مدرسيې او دوه مکتبونه، منظور شوي. موږ هڅه کې یوو چې دا شمېر لوړ کړو. د ښوونځیو او مدرسو په فعالیدو به ډېری خلکو ته فایده ورسېږي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د معلوماتو له مخې، د کندهار د تخته‌‌پُل ولسوالي «بیان‌زو» سیمه کې تر دوه زره، کورنۍ ژوند کوي، خو ډېری یې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو نه‌شتون او وچکالۍ په دلیل، نورو سیمو ته بېځایه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام