Asset 1SWN

سلام وطندار

د هلمند نهرسراج اوسېدونکي: د ولسوالي ودانۍ دې راته نږدې جوړه شي

0de3a794-658c-4397-9857-29ee5f81e645

د هلمند مرکز لښګرګاه ښار ته نږدې تازه نهرسراج ولسوالي، د نورو ولسوالیو رسمي تشکیل ته وراضافه شوې او اوسېدونکي يې د اداري واحدونو له نشتوالي او لري‌والي شکایت کوي.

د دغه ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چي د دوی غوښتنو او ستونزو ته ژره ترژره رسېدنه وکړي، څو چارې یې له ځنډ پرته مخته لاړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نهرسراج اوسېدونکي محمدامین سلام‌وطندار ته وویل: «ولسوالي زموږ څخه ډېره لرې ده. اداري واحدونه زموږ څخه ډېر لري دي. موږ چې کله د ولسوالي مقام ته ځو په کیلومترونه مزل دی. موږ چي اداري کارونه ته ضروت ولرو، له ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږو.»

د یادې ولسوالي یوه بل اوسېدونکی اکبرجان بیاغوښتنه کوي چې دې ولسوالي ته دې نږدې ودانۍ جوړه، څو ټولو ته د لاسرسي وړ وي. «زموږ غوښتنه دا ده چې د لسوالي ودانۍ موږ ته نږدې جوړه شي، ځکه زموږ لاسرسی نه ورته کېږي، دلته داسې خلک شته وسایط نه‌لرو. زموږ کوم کار چې له ولسوالي سره تړلی وي، پر وخت رسېدنه نشو ورته کولی.»

د هلمند ولایتي اداره د نهرسراج ولسوالي د اوسېدونکو له یادو ستونزو پخلی کوي، خو وايي، د سرپرست حکومت له کورنۍ بودیجې، دغې ولسوالي لپاره د درې پوړیزې ودانۍ چارې په چټکۍ رواني دي چې پر جوړېدو سره به یې شته ستونزې حل شي.

د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض د معلوماتو له مخې، د یاد کمپلیکس ډېرې رغنیزې چارې بشپړې شوي چې ژر به ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي. «دا یو کمپلیکس دی، دا یوه لویه درې پوړیزه ودانۍ ده چې په‌ دې کې به ټولې، هغه ادارې شتون ولري چې یوې ولسوالي ته اړوند وي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته هلمند کې ۴ نوې ولسوالي هم رامنځته شوي چې په دې سره د یاد ولایت د ولسوالیو شمېر ۱۸ ته رسېدلي، خو خلک يې د دې ولایت پراخ مساحت او نفوس ته په کتلو لاهم کافي نه‌بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام