Asset 1SWN

د بدخشان مرکز فیض‌اباد اوسېدونکي تفریحي ځایونو کې د کثافاتو له ډېروالي شکایت کوي

FB_IMG_1683620271904

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار اوسېدونکي د یاد ښار تفریحي ځایونو او پارکونو کې د کثافاتو له ډېروالي څخه شکایت کوي.

د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی شهرام نیازی وايي، که څه هم د بدخشان مرکز کې د ګوتو په شمېر پارکونه او تفریحي ځایونه جوړ شوي، خو په وینا یې، خلک یې پاکوالي ته پام نه کوي او هر ځای چې یې خوښه وه، کثافات غورځوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «تفریحي ځایونو ته چې موږ لاړو او یا محصلین او خلک ورځي، له بده مرغه چې کثافات ډېر شوي او حتا د کوکچې سیند ته لاړو هلته هم کثافات ډېر و او چا نه و ټول کړي. موږ هیله کوو چې مسوولان دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

د بدخشان یو بل اوسېدونکی بیا سمېع‌الله بیا د ښاروالي پر مسوولانو نیوکه کوي چې د دوی د نه پاملرنې له کبله د فیض‌اباد ښار پارکونه او تفریحي ځایونه په کثافات دانیو بدل شوي دي.

هغه وویل: «موږ بدخشان کې د تفریح لپاره ښه ځایونه لرو، خو له بده مرغه چې مسوولان ورته پام نه کوي، ډېری خلک د خپلو کورونو او کوڅو کثافات تفریحي ځایونو او پارکونو ته راوړي چې د یادو ځایونو د له‌منځه تلو لامل شوي دي.»

بل‌خوا د فیض‌اباد ښاروالي مسوولان بیا وايي چې ښاروالي د دغه ښار په ټولو تفریحي ځایونو او پارکونو کې د کثافاتو لپاره مشخص ځایونه جوړ کړي دي. دوی له پارکونو د نه څارنې ادعاوې بې‌بنسټه بولي.

د فیض‌اباد ښاروالي اداري مدیر محمداسماعیل سامع سلام‌وطندار ته وايي، هغه تفریحي ځایونه او پارکونه چې د ښاروالي اړوند دي، دوی ترې په منظمه توګه څارنه کوي.

هغه وویل: «موږ چې د کومو سیمو مسوولیت لرو باید دولتي نه وي او عامه او په ځانګړې توګه د ښاروالي ملکیت وي، د بېلګې په توګه یو سیمه چې دولت ادعا لري یا کوم سکټور ادعا لري، موږ په‌کې لاسوهنه نه کوو، نو موږ د خپل برخه کې پلان او پروګرام لرو او دې موضوع باندې کار کوو، کار تر یوه بریده بشپړ شوی او وروسته به ساحه وټاکل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې د ګرځندوی او سیاحت لپاره ښکلي ځایونه لري چې ډېری سیلانیان د پسرلي او ژمي موسم کې د دغه ولایت له تفریحي ځایونو لیدنه کوي، خو دې وروستیو کې یې تفریحي ځایونه په کثافات دانیو بدل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام