د ټولګټو چارو وزارت مسوولان وايي، کندز کې د خاناباد ولسوالۍ اړوند «بنګي» سیند پر سر د «چغه» پله او د اقتاش ولسوالۍ اړوند «اقتاش» پله د بیارغونې چارې پیل شوې.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن (یکشنبه، جدي ۱۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې یاده پروژه د څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو په ارزښت له یو ودانیز شرکت سره قرارداد شوې چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له انکشافي بودجې څخه تمویلېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو پلونو د بیارغونې چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د مسوولانو په وینا، د دې پروژې د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.