Asset 1SWN

سلام وطندار

د قرغیزستان له ممنوعه‌‌ډلو د ا.ا نوم اېستل؛ شنونکي: ګټور دی

ARG-ارګ

له قزاقستان وروسته قرغیزستان په رسمي توګه د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د «اسلامي امارت» نوم  اېستلی دی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه اقدام موخه په افغانستان او سیمه کې د ثبات ټینګښټ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې افغانستان او سیمه کې د یوه باثباته او سوله‌ییز چاپېریال رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د قرغیزستان د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د اړیکو د ټینګښت پر وړاندې د خنډونو د له‌منځه وړو لپاره یو اقدام بللی دی. «د قرغیزستان دا ګام سیمه او نړۍ کې د اسلامي امارت د سیاسي درک رامنځته کېدو ښکارندوی کوي او د هېوادونو او ا.ا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا برخه کې د شته خنډونو له‌منځه وړو په مانا ده.»

د نړیوالو اړیکو یوشمېر کارپوهان بیا پر دې باور دي چې د قرغزستان له‌خوا د ممنوعه ډلو له نوملړ د اسلامي امارت د نوم لرې کول، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراخېدو لامل کېدای شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه شمشاد عزیز کاظمي وايي، دا ګام به د سرپرست حکومت د رسمي پېژندنې لپاره مرسته وکړي. «دا ګام هم د افغانستان د رسمیت‌پېژندنې او هم به قرغیزستان او افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ ګډ ګواښونه چې د داعش او نورو دي، یو کړي او د مبارزې لپاره به یې،  د یوې ګډې تګ‌لارې جوړېدو لامل شي.»

د قرغیزستان لومړي وزیر عقیل بیګ جباروف ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ټرانسپورټ، کاني زېرمو، اکتشاف، انرژۍ، صنعت، کرنې، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوال دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت بیا سلام‌وطندار ته وايي، د روان کال په اتو میاشتو کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۱۴ میلیونه ډالره وه.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد وویل: «د ۲۰۲۴ کال په اتو میاشتو کې له قرغیزستان سره د افغانستان سوداګري ۱۴ میلیونه ډالره وه چې شپږ میلیونه ډالره یې صادرات او ۸ میلیونه ډالر واردات دي. زموږ ډیری صادراتي توکي قرغیزستان ته؛ تېک‌بخار، مدنی اوبه، غالۍ او انرژی مشروبات دي. له قرغیزستان څخه ډېر وارد شوي توکي تېل، پټروليم، بادام، چرس، وچې شيدې او طبيعي ګاز دي.»

يوشمېر اقتصادي کارپوهان د افغانستان طبيعي زېرمو او جغرافيايي موقعيت ته په اشارې سره وايي، له افغانستان سره د سوېلي‌ او منځنۍ اسيا د هېوادونو د اړيکو پراخېدل د ټولو خواوو په ګټه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر وايي، له افغانستان سره د قرغزستان د اړیکو پراخېدل د ټرانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د سترو اقتصادي ګټو لامل کېدای شي.

هغه وویل: «افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای دی، د قرغیزستان، افغانستان په ګډون ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ارزښت لري. موږ د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د نښلولو له لارې يو لړ ګټې ترلاسه کولای شو. همدارنګه د جیوپولیټیک او ستراتیژۍ له نظره د افغانستان بنسټیز دریځ باید له ګاونډیو، سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د یوه پُل په توګه تعریف شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د تېرو درېوو کلونو پرمهال سرپرست حکومت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پراخ تعامل لري او له یوشمېر هیوادونو سره یې تجارتي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي، خو تراوسه کوم هېواد  په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام