Asset 1SWN

د افغانستان په تړاو سبا د «مسکو فارمټ شپږم پړاو» ناسته جوړېږي

000_Del6439486-1-3

ټاکل شوې چې سبا «جمعه، تلې ۱۳مه» روسیه، چین، ایران، اوزبیکستان، پاکستان، هند، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان د مسکو فارمټ کې د افغانستان په تړاو بحث او خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، په دې ناسته کې به د «ملي روغې جوړې» د بهیر پر پیاوړتیا او سرپرست حکومت سره د هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم دې ناسته کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

سرپرست حکومت وايي، هیله‌مند دی چې له دې ناستو ښه ګټه واخلي او په وینا یې، دغه ناستې به وکولای شي، سیمه کې د امنیت او اقتصادي ثبات لامل شي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: «اسلامي امارت له دې ډول فرصتونو مثبته استفاده کوي او دا کولای شي چې سیمه‌‌ییز اتصال ته زمینه برابره کړي او د هېوادونو ترمنځ هماهنګي هم رامنځته کوي.»

د افغانستان وضعیت ارزونې لپاره د مسکو فارمټ شپږم پړاو داسې مهال جوړېړي چې کارپوهان وايي، دې ناسته کې د ګډونوالو هېوادونو د سیاستونو له امله به د افغانستان وضعیت کې بدلون رانه‌شي.

د سیاسي چارو کارپوه سیداکبر سیال وویل: «له هغه وخت راهیسې چې دا فرمټ جوړ شوی، ټولو ناستو کې امارت ته بلنه ورکړل شوې، خو که د دې ناستو پایلو ته وګورو، په ځانګړې توګه رسمیت‌پېژندنې برخه کې یې، هېڅ پایله نه‌درلودله، ځکه دې ناسته کې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو، یو څه ملاحظات لري.»

د کارپوهانو په وینا، د مسکو فارمټ په څېر ناستې کې هم افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري، خو یادې ناستې ډېری د جوړونکو هېوادونو له‌خوا د اندېښنو له‌منځه وړو او د نړیوالو سیالیو په ځانګړې توګه ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سیالیو ته په کتو جوړېږي چې افغانستان ته د پام وړ ګټې نه‌لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمان ثاقب وویل: «د افغانستان په تړاو هر ډول ناسته ګټه لري، په ځانګړې توګه اوسني حکومت ته، خو که وګورو دغه ناستې لکه څنګه شي، معلومېږي، د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ سیالیو ته په ګتو جوړېږي، په دې صورت بیا د افغانستان ستونزې دوام ومومي، لکه تېر ۵۰کاله.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

روسیې او چین سره له دې چې تېرو درېوو کلونو کې سرپرست حکومت سره ښې اړیکې ټینګې کړي، یوشمېر نور هېوادونه یې هم د افغانستان اوسني سرپرست حکومت سره د تعامل لرلو ته هڅولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام