د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د ټولګټو چارو وزارت د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د کابل-ګردېز لویې لارې د ۷۶ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل کړي دي.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست ریيس مولوي جنتګل سراج پلعلم کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل: «د کابل-ګردېز لویې لارې سړک په بیارغونې کې د سړک داغګیري، د سړک فرش او پینهکاري شامل دي چې په راتلونکو درېوو میاشتو کې به یې کارونه بشپړ او ګټېاخېستنې ته به وسپارل شي.»
نوموړي زیاته کړه، ټولګټو چارو وزارت د تېرو درېوو کلونو په ترڅ کې په لوګر کې بېلابېل سړکونه بیارغولي او په پام کې ده چې په راتلونکي نوي کال کې هم د سړکونو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، د کابل-ګردیز لویه لاره سؤیل ختیځ زون ولایتونه له پلازمینې کابل سره وصل کوي او زیاته یې کړه چې د یادې لوې لارې له بیارغونې سره به د لوګر ولایت سربېره، د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو موټر چلوونکي او مسافر ګڼې اسانتیاوې ترلاسه کړي.
دین پرور د یاد سړک د بیارغاونې په شرکت غږ وکړ چې دغه سړک په اساسي او معیاري توګه بیاورغوي او په ټولګټو چارو ریاست یې غږ وکړ چې وخت په وخت له یادې پروژې لیدنه وکړي.
د لوګر ولایت قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، د لوګر ولایت اوسیدونکي له یادې پروژې عملي کېدو په کلکه ملاتړ کوي او په حکومت یې غږ وکړ چې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو ویجاړ شوي او خامه سړکونه په پاخه او اساسي توګه بیاورغوي.