د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دغه هېواد دې خپلې کورنۍ مسلې افغانستان پورې نهتړي.
شهباز شریف تېره ورځ د باجوړ چاودنه کې له ټپیانو د لیدنې پرمهال ویلي چې د پاکستان حکومت ضد وسلهوالې ډلې په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي، پاکستان خپل ټول موضوعات افغانستان پورې نهتړي او په وینا یې، سرپرست حکومت چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد بریدونه وکړي.
نوموړي وویل: «دې برخه کې باید ووایم چې ټول موضوعات باید افغانستان پورې ونهتړل شي او د ا.ا دریځ هم دې برخه کې روښانه دی او موږ دا له هغوی سره له نږدې هم شریکه کړې ده.»
د پاکستان لومړي وزیر همداراز دغه هېواد کې د څلور ورځې مخکیني برید کې د افغا وګړو د لاس لرلو په اړه هم اندښېنه ښودلې او له سرپرست حکومت یې غوښتنه کړې، اجازه ورنهکړي چې څوک افغان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد په دې اړه سلاموطندار ته وویل: «ا.ا اجازه نهورکوي چې خاوره یې د نورو هېواونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر خلاف وکارول شي او هېڅ پټنځای ته هم اجازه نه ورکوي چې څوک یې دلته جوړه کړي او ترې استفاده وکړي.»
همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بلاول بوټو زرداري ادعا کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت دایمي ځواک او د سرحدونو مدیریت لپاره ځواکونه نهلري چې له کبله یې ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان چمتو دی، څو دې برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي. خو د ا.ا ویاند بیا د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې سلاموطندار ته ویلي: «ا.ا توانېدلی چې افغانستان کې امن راولي او خپلې پولې کنټرولې کړي، د پاکستان ستونزه د دغه هېواد دننه ده، ځکه ډیورنډ کرښې ته څېرمه داسې سیمې دي چې پر ځنګلونو پوښلي او لوړې شوې لري چې په اسانۍ ترې استفاده کېدای شي او دا زموږ مربوط نه کېږي، د دوی مربوط دي او باید اقدام وکړي.»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي وايي چې پاکستان کې رامنځته شوې ستونزې او امنیتي بدلونونه افغانستان پورې تړاو نهلري، ځک په وینا یې، تراوسه داسې اسناد نه دي وړاندې شوې چې وښيي افغانستانه پاکستان ته ګواښ پېښ دی.
د سیاسي چارو شنونکی محمود اضطرابي وویل: «د پاکستان له سیاسي او امنیتي اړخه ناورین سره مخ دی او هڅه کوي چې خپله استخباراتي کمزورتیا د افغانستان پر غاړه واچوي. هغه ادعا چي پاکستان کوي چې ګواکې افغانستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه موجود دي، په اړه اسناد نهلري چې دا موضوع ثابته کړي.»
پاکستان له دې وړاندې هم ادعا کړې چې افغان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي، خو د افغانستان سرپرست او له هغه وړاندې حکومتونو بیا دغه ادعا بېبنسټه بللې ده.