Asset 1SWN

راشدخان: پر ملکیانو برید جنګي جرم دی

Rashid-khan1-880x495

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان کابل کې د پاکستان د بېګاني مرګوني برید په غبرګون کې ویلي چې پر ملکیانو برید جنګي جرم دی.

هغه نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پلازمېنه کابل ښار کې د پاکستان وروستي برید له امله اوښتې مرګ‌ژوبلې ته خواشینی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ورته پېښې به یوازې د وېش او کرکې رامنځته‌کېدو لامل شي.

راشدخان لیکلي: «د ملکي کورونو، تعلیمي مرکزونو یا روغتیايي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، یو جنګي جرم دی. د انساني ژوند پر وړاندې دا ډول بې‌پروايي، په ځانګړي ډول د رمضان په مبارکه میاشت کې، ډېر دردونکې او د اندېښنې وړ ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راشدخان پر ملګروملتونو او د بشري حقونو سازمان باندې غږ کړی چې وروستۍ پېښه په بشپړه توګه وڅېړي او عاملین یې حساب ورکولو ته مجبور کړي.

د پاکستان په بېګاني برید کې چې د روږدو کسانو د درملنې په یوه روغتون شوی، شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او ګڼ‌شمېر نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام