Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

باران اټکل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن (شنبه، ۱۴۰۵ کال د حمل لومړۍ او دویمه) د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی.

دغه ریاست یوه اطلاعیه کې ویلي، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپُل، بامیان، میدان‌ وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د باران او باران احتمال شته.

اطلاعیه کې ویل شوي چې مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو او د واورې هم له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې ووسي.

د هوا پېژندنې ریاست په شمالي، مرکزي او لویدېځو ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې ووسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام