د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست له لوري په ۲۳ ولایتونو کې د درنو ورښتونو، تندر او سېلابونو د راوتلو له خبرداري سره هممهاله، د هېواد یوشمېر مهمې لارې لاهم د تګراتګ پر مخ تړلې پاتې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس وایي چې د کابل–جلالاباد لویه لار له تېرو دوو ورځو راهیسې د تنګي غارو په سیمه کې تړل شوې ده. همداراز د غور–هرات لار، د کونړ–نورستان لاره او د یوشمېر ولسوالیو لارې هم په لنډمهالي ډول بندې شوې دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د خطر د موجودیت له امله دې له اړتیا پرته پر سختو او خطرناکو لارو له تګراتګ ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه: «د ټولګټو وزارت د عملیاتي او تخنیکي ټیمونو د هڅو له امله نن سهار د دې لارې پاککاري بشپړه شوې، خو له بدهمرغه د سېلابونو له امله د تنګي غارو په سیمه کې فرعي سړک او استحکامي پل تخریب شوی دی. سربېره پر دې، په ډېرو برخو کې د غرهښوېېدنې دوام لري او لاهم خطر موجود دی، نو له خلکو غوښتنه کېږي چې د وزارت تر بلې خبرتیا پورې صبر وکړي.»
بلخوا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند، یوسف حماد وایي چې د دوی د شمېرو له مخې، تراوسه د سېلابونو، تندر او زلزلو له امله ۹۹ کسان مړه او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره: «تراوسه د بارانونو، تندر، زلزلې او سېلابونو له امله ۹۹ کسان شهیدان او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه ۹۵۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۳۹۹۹ کورونه نیمه تخریب شوي، ۳۵۵ سړکونه زیانمن شوي، ۱۴۰۶۶ جریبه کرنیزه ځمکه لهمنځه تللې او ۸۵۳۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»
په تېره یوه اوونۍ کې پرلهپسې ورښتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت سېلابونه رامنځته کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ زیانمنې او یوشمېر خلک بېځایه شوي دي.
د فراه د بالابلوک ولسوالي اوسېدونکی عبدالباري او د همدې ولایت د خاک سفید ولسوالي اوسېدونکی شاه محمد وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.
عبدالباري وایي: «ډېری خلک د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي یو، هلته شپه او ورځ تېروو. باران دی او سېلابونه راځي، دلته څوک دومره وس نه لري چې خپل کورونه بیا ورغوي.»
شاه محمد هم وایي: «کله چې باران وشو، له دیوالونو اوبه را دننه شوې او دیوالونه یې ونړول. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې سېلابونو موږ ته ډېر زیان واړاوه او کورونه مو ویجاړ کړل.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه د پکتیا د سیدکرم ولسوالي اوسېدونکی خان زمان وایي چې نیم کور یې پاتې او نیمه برخه یې سېلاب وړي ده. هغه وویل: «نیم کور پاتې دی او نیمه یې سېلاب وړی دی. له دوو ورځو راهیسې اوبه روانې دي، بېګاه باران پیل شو او تر اوسه دوام لري. هېڅ لار نشته، موږ خپله لږه لار خلاصه کړې چې اوبه بل لوري ته ولاړې شي.»
د هلمند د ګرمسې ولسوالي اوسېدونکی اللهداد هم وایي چې کور یې په بشپړ ډول لهمنځه تللی او نور د بیارغولو وس نهلري. هغه وویل: «سېلابونو موږ ته ډېر زیان اړولی، دومره چې نور هېڅ مالي توان نه لرو. کور مو په بشپړه توګه له منځه تللی دی.»
یو بل زیانمن شوی، عبدالولي، وایي چې اوس یې کورنۍ بېسرپناه ده او له سختو حالاتو سره مخ ده. «له مسوولو ادارو غوښتنه لرو چې مرسته راسره وکړي، څو لږ تر لږه یو سرپناه ولرو. تر اوسه زموږ ماشومان بېځایه دي او د ژوند شرایط ډېر خراب دي.»
د هواپېژندنې ریاست د معلوماتو له مخې، دایکندي، میدانوردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، روزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، بلخ، سمنګان، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار، بغلان، بدخشان، کونړ او نورستان هغه ولایتونه دي چې د نورو ورښتونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورته ورکړل شوی دی.
کارپوهان له خلکو غواړي چې د احتیاطي تدابیرو نیولو ته پام وکړي او د اړوندو ادارو لارښوونې جدي تعقیب کړي.