Asset 1SWN

په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

باران-در-افغانستان-qlfmxm73k4d3bkw8s40gllp4ic3l0xge7qchkb9vns

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یوولس ولایتونو کې د اورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ریاست نن پنج‌شنبه، زمري ۲۵مه د هېواد په ۱۱ ولایتونو «ننګرهار، بدخشان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او زابل» کې سبا «جمعه، زمري ۲۶مه او شنبه، زمري ۲۷مه» د اورښتونو اټکل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هواپېژندنې پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په ځینو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ سانټي مټرو اټکل شوې.

https://x.com/DChlnd/status/1823991238334255437

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په شمالی، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو، سربېره د سالنګونو په ګډون تېز بادونه، د خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په بېلابېلو سیمو کې د بادونو د چټکتیا کچه په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومټره پورې اټکل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام