د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «حاجي منګل احمدزي» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په خروار ولسوالي کې پر شاوخوا ۴۰۰ بېوزله زدهکوونکو درسي توکي ووېشل شول.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس رفېعالله صمیم وویل، اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه هڅه کوي چې د دیني زدهکړو سربېره عصري زدهکړو ته هم پراختیا ورکړي.
صمیم زیاته کړه، افغانان هم حق لري چې د نړۍ په څېر په عصري زدهکړو کې ښې لاستهراوړنې ولري او له ځوانانو یې وغوښتل چې خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د حاجي منګل خیریه بنسټ یوه غړي وسیم وصال وویل: «مونږ په تېرو څو کلونو کې لوګر کې سلګونه بېوزله زدهکوونکو ته چې نجونې هم پهکې شاملې دي، د عصري او دیني زدهکړو زمینه مو ورته برابره کړې ده.»
هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې د لوګر په مرکز او پاتې ولسوالیو کې هم د پوهنې برخه کې خپلو مرستو او هڅو ته دوام ورکړي.
هیره دې نه وي چې د یاد بنسټ له لوري په تیرو کالونو کې هم یو شمیر ښوونځيو ته د څښاک پاکو اوبو سیستمونه او بیارغولو برخه کې د پام وړ همکاري کړې ده.