Asset 1SWN

له قرغې بند د څښاک اوبو لېږد پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

اوبو لېږد قرغه کابل

د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب دولتي شرکت مسوولان وایي، یاده پروژه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي همکارۍ، یو کال کې بشپړه شوې او تر ۱۶۹ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی.

د دغه شرکت اجراییوي رییس غلام‌الرحمن کاظم وایي له قرغې بند څخه د اوبو پروژې پرانیستې مراسمو کې وویل، ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې کابل له سختې وچکالۍ سره مخ شي او د نړۍ له هغو پلازمېنو څخه شي چې د پاکو اوبو له جدي بحران سره لاس او ګرېوان وي.

هغه وایي، د وضعیت مدیریت لپاره اسلامي امارت یو شمېر پروګرامونه پلي کوي چې دا پروژه یې یوه برخه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې د اقتصاد وزارت سرپرست دین‌محمد حنیف وویل، یاده پروژه به په کابل کې له ۶۰ تر ۷۰ زره کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو اړتیا پوره کړي.

نوموړی له ملي او نړیوالو مؤسسو غواړي چې د اوبو رسونې په پروژو کې پانګونه وکړي.

همداراز، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي معین صدر اعظم عثماني له ښاریانو غواړي چې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي.

د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب دولتي شرکت د مالوماتو له مخې، د دې پروژې په تطبیق سره به د خوشحال‌خان، دیوان‌بیګي، دهبوري، سیلو، کوټه‌سنگي او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي ګټه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام