افغانستان او پاکستان کې د پولیو «ګوزڼ» ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په تړاو څلور ورځنۍ غونډه تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې پیل شوه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلاموطندار ته وايي، دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد ګډون کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
قلندر عباد دې ناستې ته ویلي، افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاینونو ته د لاسرسي کچه ښه شوې او دا مهال په ټول هېواد کې واکسین تطبیقېږي.
هغه وویل: «د ماشومانو ګوزڼ ضد واکسین ته لاسرسی ښه شوی او اوس هېواد کې داسې ځای نشته چې د واکسین کمپاین دې پهکې پلی نهشي، دې کمپاین کې ۷۰۰۰۰ کارکوونکي چې مېرمنې هم پهکې شاملې دي، کار کوي.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د روغتیايي سېسټم د پیاوړتیا په برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.
په دې غونډه کې د پولیو لهمنځه وړو ملي بیړني مرکز، د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او روټري انټرنیشنل شرکت استازیو هم برخه اخیستې وه.
تېرکال په ننګرهار کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د کمولو په موخه هېواد کې د پولیو د ضد واکسین نهه کمپاینونه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان څه موده وړاندې ویلي و، له پاکستان څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو ګواښ زیاتوي.
باید وویل شي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هغه هیوادونه دي چې پولیو پهکې په بشپړه توګه لهمنځه نهده تللې.