د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د اوکراین جګړې په اړه خبرو کې د اروپا ګډون اړین دی، خو په وینا یې، مسکو لومړی باید له واشنګټن سره باور رامنځته کړي.
هغه دوشنبه، فبرورۍ ۲۴مه د روسیې ټلوېزیون ته وویل چې د اوکراین جګړې په اړه هوکړه لا لرې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه چې که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې جګړې پای ته رسولو ته بېړه لري، خو د پوتین په وینا، دومره ژر به هم پای ته ونهرسېږي، لکه ټرمپ یې، چې غواړي.
پوتین همداراز زیاته کړه چې له ټرمپ سره د ده ټیلیفوني خبرې او ریاض کې د دواړو هېوادونو استازیو ترمنځ خبرې، یوازې د اوکراین جګړې ارزونې لپاره وې.
هغه وویل: «موږ په دې اړه په تفصیلي توګه خبرې ونکړې. موږ یوازې هوکړه وکړه چې پر لوري یې، حرکت وکړو او د اروپا پر ګډونوال ممانعت نکوو.»