Asset 1SWN

د «پل‌علم ښاروالي» تېرکال ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

486614737_648313501488701_2347698311191499546_n

د لوګر پل‌علم ښاروالي مسوولان وایي، په تېر یوه کال کې یې، ۶۱میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او یوشمېر ټولګټې پروژې یې بشپړې کړي دي.

د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې د پل‌علم ښاروالي له لوري ولس ته د حساب ورکولو غونډه جوړه شوې وه چې په دغه غونډه کې د پل علم ښاروال په ګډون د یوشمېر سکتوري ریاستونو رییسانو، قومي مشرانو او ښاریانو ګډون کړی وو.

پل‌علم ښاروالي د تخنیکي او مسلکي چارو مدیر انجینیر عبدالقادر ستانکزي وویل، په تېر یوه کال کې پل‌علم ښاروالي ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

ستانکزي وویل، تېرکال شاوخوا ۲زره جوازونه، ۴۲۵ ټوکه د صفایي کتابچې وېشل شوي او دغه‌راز بېلابېلو برخو کې یې یوشمېر ټولګټې پروژې عملي کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، په پام کې ده چې په روان کال کې د پل‌علم ښار د پراختیا برخه کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پلي کړي.

بل‌خوا د پل علم ښار یوه اوسېدونکي وحیدالله سلام‌وطندار ته وویل، خوښ ده چې پل‌علم ښاروالي لسګونه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، خو ټینګار کوي چې پل علم ښاروالي ته پکار ده دغه عواید د پل‌علم ښار د داخلي سړکونو او پارکونو په بیاغارونه ولږوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام