Asset 1SWN

ولایتي روغتون کې د ځای کمښت؛ د غزني اوسېدونکي: ناروغان خېمه کې بستروي

1000388174

د غزني یوشمېر اوسېدونکي او ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت، ولايتي روغتون د ناروغانو  درملنې او معاینې لپاره کافي ځای نه‌لري او ناروغان کوچنیو خونو او په لنډمهاله توګه یې، درملنه کېږي.

د غزني اوسېدونکی رامین وايي چې ناروغانو او ناروغ‌لرونکو ته ورکړل شوې کوچنۍ خونې، د مراجعه‌کوونکو په پرتله په نشت حساب دي.

هغه وویل: «موږ ناروغ د ولسوالي روغتون ته راوړ؛ دلته ډېر لږ ځای دی، خونې کوچنۍ دي، ناروغان په کوچنیو خونو کې معاینه کېږي. د روغتون اصلي ودانۍ له څو کلونو راهیسې نیمګړې ده او د ناروغانو بسترونه په لمر کې دي. ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د ناروغانو او د هغوی د بسترونو لپاره ځای نشته، او ډېره ګڼه‌ګوڼه هم ده.»

یوې بلې ناروغې یاسمین هم وویل: «یو بېړنی ناروغ راځي او بستر ته اړتیا لري، خو مناسب ځای نشته، یا د مثال په توګه، ډېر بسترونه شته او ډېر ناروغان شته چې لا دمخه بستر شوي دي. دوی اړ دي چې دوی کانټینر یا بل ځای ته لکه خېمې ته یوسي، څو بستر شي. چارواکي باید دې ته پام وکړي. دوی وايي چې نوې ودانۍ د کار پیلولو په حال کې ده، خو تر اوسه یوه ستونزه دا ده چې د ناروغانو او د هغوی د کورنیو لپاره ځای نشته.»

د غزني اوسېدونکي همداراز وايي چې دې روغتون کې د ځای او امکاناتو کمښت، ناروغان له ستونزو سره مخ کړي دي او اړتیا ده چې هر څه ژر د یاد روغتون د هر برخې ودانۍ چارې بشپړې او ترې استفاده وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزني اوسېدونکی احمدمیلاد وویل: «دلته ډېر ناروغان دي، ګڼه‌ګوڼه ډېره ده، ډاکټران شته، خو خونې نشته. له دولت مو همدا غوښتنه ده چې ودانۍ جوړې کړي او نیمګړې هم ژر بشپړې کړي او خلکو ته به اسانتیاوې برابرې شي.»

د غزني د عامې روغتیا رییس محمدزیرک رنځورمل بیا سلام‌وطندار ته وویل چې د یاد روغتون د پاتیو ودانیزو چارو د بشپړېدو هڅې روانې دي.

هغه وویل: «د پاملرنې انسټیټیوټ غواړي د OPD بلاک پاتې کار پر غاړه واخلي چې د هغې د کار څلور څخه تر پنځه سلنه چارې پاتې دي او د وزارت لخوا ټاکل شوې پنځلس کسیزه کمیټه به راتلونکې اوونۍ د همدې ساختماني ساحې یو یا دوه بلاکونه نوي انسټیټیوټ ته وسپاري او د نورو درېوو بلاکونو پاتې کار روان دی.»

د غزني حوزوي روغتون نوې ودانۍ پنځه بلاکونه لري او د چارواکو په وینا، د ۹۰سلنې څخه زیات کار یې بشپړ شوی او  په بشپړېدو سره به یې،روغتون کې د ځای د کمښت ستونزه حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام