«نټبلاکس» چې ټوله نړۍ کې انټرنټ ته د لاسرسي او نښلولو وضعیت څاري، وایي چې اوس له ۱۲ ساعتونو ډېر وخت کېږي چې ایران کې انټرنټ په بشپړه توګه بند شوی.
دې شرکت نن (جمعه، د جدي ۱۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې ایران کې د انټرنټ نښلولو کچه هم د عادي حالت شاوخوا یو سلنې ته راټیټه شوې.
د راپورونو پر اساس، د ایران حکومت د ولسي اعتراضونو د پراخېدو له امله، له تېرې ورځې راهیسې انټرنټ ته لاسرسی بند کړی.
د یادونې ده چې ایران کې اعتراضونه نن ۱۳مې ورځې ته رسېدلي.
دغه لاریونونه له تهران څخه د اسعارو بیو پر وړاندې د سوداګرو له اعتراض پیل شول، خو په چټکۍ سره نورو ښارونو ته وغځېدل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «ایران د بشري حقونو سازمان» چې مرکز یې له دې هېواده بهر دی، ویلي چې د اعتراضونو له پیله تراوسه لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او تر دوو زرو ډېر کسان نیول شوي دي.
دې سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د ایران رژیم د ړنګېدو په درشل کې وي.
هغه له فاکس نیوز سره مرکه کې ویلي، د ایران اعتراضونه بېساري دي او که حکومت پر معترضانو برید وکړي، امریکا به پرې ډېر سخت ګوزار وکړي.
نوموړي ویلي چې په روانو اعتراضونو کې ځینې کسان د ګڼې ګوڼې له امله مړه شوي.