د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت وايي، په يادو پروژو کې د ښار داخل کې د کانال ترميم، د حکومتي ادارو پياده رونه، ښار کې روښنايۍ څراغونو نصبول، د نهه پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړېدل او ځينې نورې پروژې شاملې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادو پروژو لګښت د ښاروالي له لوري ورکول کېږي.
په ورته مهال مسوولانو د یوشمېر پروژو د چارو بشپړېدو او ګټېاخیستنې ته د سپارلو په دې مراسمو کې وویل چې یادې پروژې د ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
د دوی په وینا، په دې پروژو کې د لس کيلومتره په اندازه سړکونو غاړو ويالې، يوکيلو متر سړک او ۸۰ پلچکونه جوړ شوي دي.
يادو مراسمو کې د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال وويل چې د ښار بېلابېلو برخو کې ۳۲بېلابېلې پروژې په پلان کې دي چې د کال تر پایه به بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شي.