د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د بېاسنادو او غیرقانوني موټرو د راټولولو لړۍ په رسمي توګه پیل شوې ده.
د لوګر د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وویل چې د ترافیکو مدیریت له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېاسنادو موټرو پروړاندې د کنټرول بهیر پیل شوی او دامهال په ګڼو سیمو کې د موټرو د تلاشي او کنټرول لپاره چیکپاینټونه جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، د یادو چیکپاینټونو پرمهال هغه موټرونه درول شوي او نیول شوي چې سټیکري نمبرپلېټ او جوازسیر یې نه درلود.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه هغه وسایط چې د جوازسیر قانوني موده یې پای ته رسېدلې وه، د ترافیکو منسوبینو له لوري تر پلټنې وروسته درول شوي، څو خپل اسناد نوي کړي.
انس زیاته کړه چې ټول نیول شوي موټرونه د لوګر د امنیه قومنداني پارکینګ ته انتقال شوي، څو د قانون له مخې خپل قانوني اسناد، نمبرپلېټ او جوازسیر ترلاسه کړي.
د لوګر امنیه قومنداني وایي چې د ترافیکي نظم ټینګښت او د قانون تطبیق په موخه به د بېاسنادو موټرو پر وړاندې دا ډول بهیر دوام ولري.