Asset 1SWN

سلام وطندار

هلمند کې خصوصي پوهنتونونه د استادانو کمښت سره مخ دي

هلمند خصوصي پوهنتونونه

هلمند کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولان وايي، د پوهنتونونو یو شمېر پوهنځي د استادانو له کمښت سره مخ دي.

دوی تېره ورځ لښکرګاه ښار کې له یوه خصوصي پوهنتون څخه د زده‌کړیالانو فراغت غونډې ته ویلي، د همدې مسلکي خلا په دلیل د ځینو تازه پیل شویو پوهنځیو تدریسي چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

دوی زیاتوي چې د دې تشې ډکولو لپار اړ دي چې له نورو ولایتونو مسلکي استادان ور وغواړي.

هلمند کې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون استاد محمد ولي ولي وویل: «موږ ځیني پوهنځیو کې د مسلکي استادانو د کمښت له امله د تدریس په چارو کې له جدي ستونزو سره مخ یو او اړ یو چې له نورو ولایتونو استادان راوغواړو، څو ځله مو د فارمسي پوهنځي لپاره اعلان ورکړ، خو بیا مو هم استاد پیدا نه‌کړ.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لښکرګاه ښار کې د وادي هلمند خصوصي پوهنتون مشر محمد اسمعیل مهربان وايي: «زموږ د پوهنتونونو ځینې پوهنځي د استادانو د نشتوالي له کبله له ځنډ سره مخ شوي، خو هڅه کوو چې دا تشه د نورو ولایتونو د مسلکي استادانو په جذب ډکه کړو.»

د بُست خصوصي پوهنتون مسوولانو بیا څرګنده کړه چې د درې تازه رامنځ ته کړو پوهنځيو پیل او تدریسي چارې یې شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د مسلکي استادانو کمښت له کبله ځنډېدلي.

دوی هم د دې تشې ډکولو لپاره د نورو ولایتونو د استادانو پر استخدام تکیه کوي چې لا هم نه دي بریالي شوي.

نور احمد هوتک د بُست خصوصي پوهنتون د زده‌کړیالانو چارو مرستیال: «زموږ درې نوي پوهنځي شاوخوا شپږ میاشتې د استادانو د کمښت له کبله نه شول پیل، خو موږ هڅه کوو چې دغه پوهنځيو ته له نورو ولایتونو استادان جذب کړو.»

هلمند غوندې یو جګړه ځپلي ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو دغه اړتیا داسې مهال محسوسیږي چې دې وروستیو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو د استادانو د استخدام لپاره نوي معیارونه ټاکلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام